دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۳۱ سنبله ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۱۰
د مطلب کود : 258905
په بغلان کې ۱۵ شنې خونې جوړي شوي، ۳۰۰ ښځو ته د کار زمینه برابره شوه
د بغلان د کرنې ریاست چارواکي په دغه ولایت کې د ۳۰۰ ښځو لپاره د کار د پیدا کولو په موخه د ۱۵ شنې خونې د جوړولو خبر ورکوي.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: ولی امرخیل؛ د بغلان د کرنې ریاست د معلوماتي ټکنالوجۍ رئیس نن پنجشنبه د سنبلې په ۳۱مه، افغان غږ خبری آژانس ته وویل: دغه شنې خونې په روان پسرلي کې د یوې مرستندویه ادارې له خوا د بغلان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ له ریاست سره په همغږۍ جوړې شوې او ښځو یې په کار پیل وکړ.
 
د هغه په ​​وينا، له ۱۵ شنې خونې څخه ۶ يې په پلخمري ښار، ۶ يې د بغلان په مرکز او ۳ يې په نهرين ولسوالۍ کې دي.
 
امرخېل زياته کړه، چې هر شنه خونه د ١٢٠ متر مربع مساحت په لرلو سره جوړېږي، چې په هر يوه کې ٢٠ بې سرپرسته مېرمنې کار کوي.
 
په دې شنو خونو کې ککرۍ او رومي هګۍ کرل کیږي او بیا بازار ته پلورل کیږي.
 
دبغلان دکرنې رياست دمعلوماتي ټکنالوجۍ رئيس وويل چې پرون محراب الدين بلال؛ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رئیس له دغو شنو خونو څخه لیدنه وکړه او له بزګرانو سره یې د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه.
 
https://avapress.com/vdce7v8wnjh8noi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته