کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په تیرو څلورو کلونو کې د سویلي کوریا ۶۳۰ زده کونکو ځان وژنه کړې

31 سنبله 1401 ساعت 15:29

د جنوبي کوریا د پوهنې وزارت د یوه راپور په خپرولو سره اعلان کړی چې په تېرو څلورو کلونو کې په دغه هېواد کې د ښوونځیو ۶۳۰ زده کوونکو ځان وژنه کړې ده.


آوا: د جنوبي کوریا د پوهنې وزارت د راپور له مخې چې نن پنجشنبه (سنبلې ۳۱) خپور شو، په تېرو څلورو کلونو کې له لومړنیو څخه تر لېسو پورې ۶۳۰ زده کوونکو ځان وژنه کړې ده.
 
د دغه راپور له مخې، له ۲۰۱۸ څخه تر ۲۰۲۱ کلونو پورې ۳۸۸ د لېسو، ۲۱۶ د منځني ښوونځي او ۲۶ د لومړنيو ښوونځيو زده کوونکو ځان وژنه کړې ده.
 
د دغو ځانوژنو له جملې څخه په ۱۹۶ قضیو کې کورنۍ شخړې او د مور او پلار ناوړه چلند، په ۱۹۱ پېښو کې د نامعلوم لامل، په ۱۱۶ پېښو کې د مطالعې ستونزې او په ۹۴ پېښو کې رواني ستونزې وې.
 
د "نړیوال روغتیا سازمان" د معلوماتو له مخې، سویلي کوریا په نړۍ کې د ځان وژنې د کچې له مخې څلورم هیواد دی؛ په دغه هېواد کې د ځان وژنې کچه په هرو ۱۰۰۰۰۰ کسانو کې ۲۶.۹ تنه ده او هر کال ۱۳۷۶۵ کسان د ځان وژنې له لارې مري.
 
په سویلي کوریا کې د ځان وژنې یو لامل د لویانو لپاره د پاملرنې نشتوالی دی؛ په دې هیواد کې، د لویانو ترمنځ د ځان وژنې کچه د نورو عمر ګروپونو په پرتله لوړه ده، او زده کونکي په دویمه درجه کې دي.
 


د مطلب کود: 258927

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/258927/په-تیرو-څلورو-کلونو-کې-د-سویلي-کوریا-۶۳۰-زده-کونکو-ځان-وژنه-کړې

آوا
  https://www.avapress.com