دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۳۱ سنبله ۱۴۰۱ ساعت ۱۵:۲۹
د مطلب کود : 258927
په تیرو څلورو کلونو کې د سویلي کوریا ۶۳۰ زده کونکو ځان وژنه کړې
د جنوبي کوریا د پوهنې وزارت د یوه راپور په خپرولو سره اعلان کړی چې په تېرو څلورو کلونو کې په دغه هېواد کې د ښوونځیو ۶۳۰ زده کوونکو ځان وژنه کړې ده.
افغان غږ خبری آژانس: د جنوبي کوریا د پوهنې وزارت د راپور له مخې چې نن پنجشنبه (سنبلې ۳۱) خپور شو، په تېرو څلورو کلونو کې له لومړنیو څخه تر لېسو پورې ۶۳۰ زده کوونکو ځان وژنه کړې ده.
 
د دغه راپور له مخې، له ۲۰۱۸ څخه تر ۲۰۲۱ کلونو پورې ۳۸۸ د لېسو، ۲۱۶ د منځني ښوونځي او ۲۶ د لومړنيو ښوونځيو زده کوونکو ځان وژنه کړې ده.
 
د دغو ځانوژنو له جملې څخه په ۱۹۶ قضیو کې کورنۍ شخړې او د مور او پلار ناوړه چلند، په ۱۹۱ پېښو کې د نامعلوم لامل، په ۱۱۶ پېښو کې د مطالعې ستونزې او په ۹۴ پېښو کې رواني ستونزې وې.
 
د "نړیوال روغتیا سازمان" د معلوماتو له مخې، سویلي کوریا په نړۍ کې د ځان وژنې د کچې له مخې څلورم هیواد دی؛ په دغه هېواد کې د ځان وژنې کچه په هرو ۱۰۰۰۰۰ کسانو کې ۲۶.۹ تنه ده او هر کال ۱۳۷۶۵ کسان د ځان وژنې له لارې مري.
 
په سویلي کوریا کې د ځان وژنې یو لامل د لویانو لپاره د پاملرنې نشتوالی دی؛ په دې هیواد کې، د لویانو ترمنځ د ځان وژنې کچه د نورو عمر ګروپونو په پرتله لوړه ده، او زده کونکي په دویمه درجه کې دي.
 
https://avapress.com/vdcirvaryt1aw32.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته