کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

چاودنې دوه پاکستاني پوځیان وژلي دي

3 میزان 1401 ساعت 11:25

د پاکستان د پوځ د رسنیو د څانګې په وینا، د خیبر پښتونخوا ایالت په شمالي وزیرستان سیمه کې د لاسي بم په چاودنه کې د دغه هېواد دوه پوځیان وژل شوي دي.


آوا: د پاکستان پوځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې پېښه کې د اٹک اوسېدونکی ۴۲ کلن نائب صوبدار جاوید اقبال او د اوکاړې اوسېدونکی ۳۸ کلن نیک حسین احمد وژل شوي دي.

 
د پوځ په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د وسله والو د هر ډول فعالیتونو د له منځه وړلو لپاره د سیمې د پاکولو عملیات روان دي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې تېره اونۍ هم د شمالي وزيرستان په دوعا سيمه کې د پاکستان د پوځ يو سرتېرى د وسله والو په بريد کې وژل شوى و، چې پاکستان ادعا کړې وه، چې دغه بريد د افغانستان له خاورې شوى و.


د مطلب کود: 259002

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/259002/چاودنې-دوه-پاکستاني-پوځیان-وژلي-دي

آوا
  https://www.avapress.com