دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳ میزان ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۲۵
د مطلب کود : 259002
چاودنې دوه پاکستاني پوځیان وژلي دي
د پاکستان د پوځ د رسنیو د څانګې په وینا، د خیبر پښتونخوا ایالت په شمالي وزیرستان سیمه کې د لاسي بم په چاودنه کې د دغه هېواد دوه پوځیان وژل شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس: د پاکستان پوځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې پېښه کې د اٹک اوسېدونکی ۴۲ کلن نائب صوبدار جاوید اقبال او د اوکاړې اوسېدونکی ۳۸ کلن نیک حسین احمد وژل شوي دي.
 
د پوځ په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د وسله والو د هر ډول فعالیتونو د له منځه وړلو لپاره د سیمې د پاکولو عملیات روان دي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې تېره اونۍ هم د شمالي وزيرستان په دوعا سيمه کې د پاکستان د پوځ يو سرتېرى د وسله والو په بريد کې وژل شوى و، چې پاکستان ادعا کړې وه، چې دغه بريد د افغانستان له خاورې شوى و.
https://avapress.com/vdcdzn0xxyt0kz6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته