کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په افغانستان کې د ترهګرو د فعالیتونو په اړه د تاجکستان اندیښنه

4 میزان 1401 ساعت 15:27

د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر پرون (یکشنبه، میزان ۳) د ملګرو ملتونو د اسمبلۍ په غونډه کې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعالیتونو په اړه اندېښنه څرګنده کړه.


آوا: د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر سراج الدین مهرالدین پرون (میزان ۳) د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته په خپله وینا کې وویل چې افغانستان په چټکۍ سره په سیمه کې د ترهګرو پر ځاله بدلیږي.
 
هغه وايي: "موږ د داسې سیستماتیک کار شاهدان یو چې پر بنسټ یې د منځنۍ اسیا د هېوادونو د اتباعو په ګډون بهرني جنګیالي د افغانستان شمالي سیمو ته لېږدول کېږي، چې موخه یې زموږ پولو ته څېرمه د کړکېچ د نوي بستر جوړول دي."
 
تر دې وړاندې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف هم د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې ویلي وو چې افغانستان د ترهګرو په خوندي ځاله بدل شوی دی.
 
د افغانستان د سرپرست حکومت چارواکو هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې دغه هېواد د ترهګرو په پټنځای بدل شوی او ویلي یې دي چې هېڅ بهرنۍ ډلې ته به اجازه ورنه‎کړي چې په افغانستان کې پوځي عملیات وکړي.
 
د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان مطفي وايي، ځینې استخباراتي کړۍ هڅه کوي چې افغانستان منزوي او نړۍ ته دا هېواد د ترهګرو د خوندي ځالې په توګه معرفي کړي.
 


د مطلب کود: 259059

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/259059/په-افغانستان-کې-د-ترهګرو-فعالیتونو-اړه-تاجکستان-اندیښنه

آوا
  https://www.avapress.com