کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د برېښنا شرکت اووه کارکوونکي د تيري اووني په یوه چاودنه کې وژل شوي

5 میزان 1401 ساعت 11:03

د برښنا شرکت اعلان کړی، چې تېره ورځ په کابل کې د چاودنې له امله د دغه شرکت ۷ کارکوونکي وژل شوي دي.


آوا: ملا محمد حنیف حمزه؛ د برښنا شرکت مشر پرون دوشنبه (۴ میزان) د خپلو کارکوونکو د جنازې مراسم ترسره کړل.

 
ښاغلي حمزه زیاته کړه، چې د تېرې چهارشنبې په ورځ د برښنا شرکت شاته په یوه رستورانت کې په هغه چاودنه کې د دغه شرکت ۷ تنه کارکوونکي ووژل شول، چې د دغه شرکت کارکوونکو د غرمې ډوډۍ خوړله.
 
نوموړي د قربانيانو پر کورنيو هم نغدي مرستې ووېشل او ويې ويل چې دغه مرستې به دوام ولري.
 
دغه چاودنه د چهارشنبې په ورځ (د سنبلې ۳۰مه) د افغانستان برښنا شرکت ته څېرمه په یوه رسټورانټ کې له غرمې وروسته وشوه.
 
هغه مهال د کابل امنیه قوماندانۍ چارواکو ویلي وو، چې چاودنه د ګازو د سلنډر د چاودنې له امله شوې، خو ځینې نورې سرچینې بیا وايي، چې چاودنه د ځانمرګي برید له امله شوې ده.
 
هغه مهال د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند ادعا کړې وه، چې په دې چاودنه کې درې تنه وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان شوي دي.


د مطلب کود: 259066

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/259066/د-برېښنا-شرکت-اووه-کارکوونکي-تيري-اووني-په-یوه-چاودنه-کې-وژل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com