کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د باميان کروندګرو اصلاح شوي تخمونه ترلاسه کړل

5 میزان 1401 ساعت 11:18

د خوړو نړیوال سازمان په بامیان ولایت کې د کرنې او مالدارۍ د پیاوړتیا په موخه ۱۰۰۰ بزګرانو ته اصلاح شوي تخمونه او د څارویو خواړه وویشل.


آوا: د خوراک نړیوال سازمان چارواکي وايي چې د دغه مرستې د پروګرام موخه په بامیان ولایت کې د کرنې او مالدارۍ پیاوړتیا او ملاتړ دی.

 
د باميان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رئيس مولوي ذبيح الله رب دوست هم وويل، چې په دې موده کې درې زره کروندګر او بڼوال د خوړو او کرنې د نړيوال سازمان له مرستو برخمن شوي دي.
 
دده په وینا؛ هر بزګر ته سل کیلو ګرامه سپین او تور کیمیاوي سرې او هر بزګر ته دوه سوه کیلو ګرامه د څارویو خواړه ورکړل شول.
 
د باميانو کروندګرو او مالدارانو د خوړو او کرنې د نړيوال سازمان له دغه اقدام څخه خوښي څرګنده کړه او ويې ويل، چې د دا ډول مرستو په پلي کېدو سره به يې کار او عايد زيات شي.


د مطلب کود: 259068

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/259068/د-باميان-کروندګرو-اصلاح-شوي-تخمونه-ترلاسه-کړل

آوا
  https://www.avapress.com