کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ایران سفارت د کابل په لویدیځ کې تروریستي برید غندلی دی

8 میزان 1401 ساعت 15:52

په کابل کې د ایران سفارت د دشت برچي په سیمه کې د کاج په ښوونیز مرکز د نن سهار تروریستي برید چې په پایله کې یې یو شمېر زده کوونکي شهیدان او ټپیان شول، په کلکه وغندله او د قربانیانو له کورنیو سره یې خپله خواخوږي څرګنده کړه.


آوا: په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت په یوه ټویټ کې لیکلي: د ایران جمهوریت سفارت د کابل په لویدیځ کې د هغه خونړۍ او تروریستي پېښې په اړه چې په پایله کې د یو شمیر بې ګناه خلکو په ځانګړې توګه د افغان ښوونځیو د زده کوونکو او نجونو شهید کیدل او ټپي کیدل په کلکه غندلی او د پیښې له ژوندي پاتې شویو کسانو سره خپله خواخوږي څرګند کړی.

 
 
 
نافع ټکور; د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې نن سهار د کابل په لویدیځ کې د کاج په ښوونیز مرکز برید کې ۱۹ تنه شهیدان او ۲۷ نور ټپیان شوي دي.
 
 
 
چاودنه نن سهار هغه مهال رامنځته شوه، چې په دغه ښوونیز مرکز کې د کانکور ازموینه روانه وه.


د مطلب کود: 259214

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/259214/د-ایران-سفارت-کابل-په-لویدیځ-کې-تروریستي-برید-غندلی-دی

آوا
  https://www.avapress.com