کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کندز کې له لسو زرو متریک ټنو څخه زیات پنبه حاصل شوي

10 میزان 1401 ساعت 13:35

د کندوز د کرنې ریاست چارواکي وايي، سږ کال په دغه ولایت کې څه باندې لس زره مټریک ټنه پنبه حاصل شوې چې د تېر کال په پرتله لس سلنه زیاتوالی ښيي.


آوا - مزارشریف: د کندز د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رئیس امان الله حسن آوا ته وویل: سږ کال په ټول کندز کې پر ۴۰۹۵ هکتاره ځمکه پنبه کرل شوې چې پر دې اساس به ۱۰ ۳۳ ټنه پنبه ترلاسه شوه.
 
د هغه په ​​وينا، تېر کال په کندوز کې ٩٣٣ ټنه پنبه حاصل شوې وه او سږ کال يې حاصلات د تېر کال په پرتله ١٠ سلنه زيات شوي دي.
 
د کندوز د کرنې رئيس زياته کړه، چې د دغه ولايت د پنبې د پروسس له دولتي شرکت "سپين زر" سره تړون کېږي، څو د محصولاتو د پلور زمينه برابره شي.
 
په همدې حال کې د کندز کروندګر د خپلو محصولاتو له زیاتوالي خوښي څرګندوي او وايي، چې یو من پنبه په ۶۴۰ افغانۍ پلوري.
 


د مطلب کود: 259284

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/259284/په-کندز-کې-له-لسو-زرو-متریک-ټنو-څخه-زیات-پنبه-حاصل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com