کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د بندیزونو دوام د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ واټن زیاتوي

10 میزان 1401 ساعت 16:00

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال یو ځل بیا له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د اسلامي امارت په وړاندې د بندیزونو د لیرې کولو لپاره اقدام وکړي. دده په وینا؛ د دغو بندیزونو په دوام سره به د نړیوالې ټولنې او افغانستان ترمنځ واټن نور هم پراخ شي.


آوا: د حکومتی چارواکو په وینا، د افغانستان پر نوی حکومت د دغو بندیزونو دوام به د اسلامی امارت او نړیوالې ټولنې تر منځ واټن لا زیات کړی.
 
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي په دې اړه وايي: د افغانستان پر نوي حکومت د نړیوالو فشارونو او بندیزونو دوام به د اسلامي امارت او نړیوالې ټولنې تر منځ واټن لا زیات کړي.
 
څه باندې یوه میاشت کیږي چې د اسلامي امارت د دیارلس لوړ پوړو چارواکو د سفر معافیت پای ته رسیدلی او دغه چارواکي نشي کولای له افغانستان څخه بهر سفر وکړي.
 
نړیوالې ټولنې تل له اسلامي امارت د بندیزونو لیرې کول د جامع حکومت په رامنځته کولو، د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو په تامین او له افغانستان څخه د تروریستي ګواښونو له منځه وړلو سره مشروط کړي دي او په دې اړه یې ټینګار کړی دی، تر څو چې دا شرطونه پوره شوي نه وي، د افغانستان نوی حکومت به په رسمیت ونه پیژني.
 
خو اسلامي امارت په وار وار ټینګار کړی چې د مشروع حکومت ټول شرایط یې پوره کړي دي.
 
که څه هم د ملګرو ملتونو امنیت شورا د اسلامي امارت د چارواکو د سفري معافیت د غځولو او یا ردولو په اړه دوه ځلې غونډې وکړې، خو د دغې شورا د غړو ترمنځ د نظر اختلاف له امله دواړه غونډې بې پایلې پای ته ورسېدې.
 


د مطلب کود: 259298

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/259298/د-بندیزونو-دوام-افغانستان-او-نړیوالې-ټولنې-ترمنځ-واټن-زیاتوي

آوا
  https://www.avapress.com