دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۰ میزان ۱۴۰۱ ساعت ۱۶:۰۰
د مطلب کود : 259298
د بندیزونو دوام د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ واټن زیاتوي
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال یو ځل بیا له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د اسلامي امارت په وړاندې د بندیزونو د لیرې کولو لپاره اقدام وکړي. دده په وینا؛ د دغو بندیزونو په دوام سره به د نړیوالې ټولنې او افغانستان ترمنځ واټن نور هم پراخ شي.
افغان غږ خبری آژانس: د حکومتی چارواکو په وینا، د افغانستان پر نوی حکومت د دغو بندیزونو دوام به د اسلامی امارت او نړیوالې ټولنې تر منځ واټن لا زیات کړی.
 
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي په دې اړه وايي: د افغانستان پر نوي حکومت د نړیوالو فشارونو او بندیزونو دوام به د اسلامي امارت او نړیوالې ټولنې تر منځ واټن لا زیات کړي.
 
څه باندې یوه میاشت کیږي چې د اسلامي امارت د دیارلس لوړ پوړو چارواکو د سفر معافیت پای ته رسیدلی او دغه چارواکي نشي کولای له افغانستان څخه بهر سفر وکړي.
 
نړیوالې ټولنې تل له اسلامي امارت د بندیزونو لیرې کول د جامع حکومت په رامنځته کولو، د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو په تامین او له افغانستان څخه د تروریستي ګواښونو له منځه وړلو سره مشروط کړي دي او په دې اړه یې ټینګار کړی دی، تر څو چې دا شرطونه پوره شوي نه وي، د افغانستان نوی حکومت به په رسمیت ونه پیژني.
 
خو اسلامي امارت په وار وار ټینګار کړی چې د مشروع حکومت ټول شرایط یې پوره کړي دي.
 
که څه هم د ملګرو ملتونو امنیت شورا د اسلامي امارت د چارواکو د سفري معافیت د غځولو او یا ردولو په اړه دوه ځلې غونډې وکړې، خو د دغې شورا د غړو ترمنځ د نظر اختلاف له امله دواړه غونډې بې پایلې پای ته ورسېدې.
 
https://avapress.com/vdcaoonua49nmu1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته