کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په قطر کې له افغانستان څخه د غلا شویو نسخو د خرڅلاو مخنیوی

22 میزان 1401 ساعت 15:58

د انټرپول پولیسو په قطر کې له افغانستان څخه د غلا شویو نادرو او زړو کاپيانو د پلور مخه ونیوله. په دې ګڼه کې لسګونه لرغوني نسخې شاملې وې، په شمول د نادر قرآني نسخو.


آوا: په قطر کې د تاریخ پوهانو یوه څیړونکې ډله وايي، له افغانستان څخه تر غلا وروسته لسګونه لرغوني نسخې، چې په کې نادره قرآني نسخې هم شاملې دي، د اروپا د ښارونو په لیلامونو کې پلورل کیږي.

 
د بريتانيا د هنر ورځپاڼې د راپور له مخې، د قطر نړيوال ګمرک سازمان او د دوحې د ملي کتابتون ډلې د انټرپول نړيوالو پوليسو په همکارۍ يو شمېر افغان قلمي نسخې چې د ليلام لپاره اېښودل شوې وې، پېژندلي او د پلور مخه يې نيولې ده.
 
دا نسخې چې د دریمې څخه تر شلمې پیړۍ پورې تاریخ لري، د 2016 او 2019 ترمنځ غلا شوي.


د مطلب کود: 259688

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/259688/په-قطر-کې-له-افغانستان-څخه-د-غلا-شویو-نسخو-خرڅلاو-مخنیوی

آوا
  https://www.avapress.com