دخپریدو نیټه :جمعه ۲۲ میزان ۱۴۰۱ ساعت ۱۵:۵۸
د مطلب کود : 259688
په قطر کې له افغانستان څخه د غلا شویو نسخو د خرڅلاو مخنیوی
د انټرپول پولیسو په قطر کې له افغانستان څخه د غلا شویو نادرو او زړو کاپيانو د پلور مخه ونیوله. په دې ګڼه کې لسګونه لرغوني نسخې شاملې وې، په شمول د نادر قرآني نسخو.
افغان غږ خبری آژانس: په قطر کې د تاریخ پوهانو یوه څیړونکې ډله وايي، له افغانستان څخه تر غلا وروسته لسګونه لرغوني نسخې، چې په کې نادره قرآني نسخې هم شاملې دي، د اروپا د ښارونو په لیلامونو کې پلورل کیږي.
 
د بريتانيا د هنر ورځپاڼې د راپور له مخې، د قطر نړيوال ګمرک سازمان او د دوحې د ملي کتابتون ډلې د انټرپول نړيوالو پوليسو په همکارۍ يو شمېر افغان قلمي نسخې چې د ليلام لپاره اېښودل شوې وې، پېژندلي او د پلور مخه يې نيولې ده.
 
دا نسخې چې د دریمې څخه تر شلمې پیړۍ پورې تاریخ لري، د 2016 او 2019 ترمنځ غلا شوي.
https://avapress.com/vdcdjn0xjyt0k96.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته