کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ملي دفاع سرپرست وزیر د پنجشیر له امنیتي ځواکونو سره وکتل

23 میزان 1401 ساعت 15:59

د اسلامي امارت د دفاع وزارت اعلان وکړ چې په دغه ولایت کې له نويو ګومارل شویو عسکرو سره مولوي محمد یعقوب مجاهد لیدنi ورکړي.


آوا: د اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت تېره شپه (میزان ۲۲) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه وزارت سرپرست پرون مازدیګر د محرابوي د ګډې روزنې په قوماندانۍ کې د پنجشېر ولایت له نویو استخدام شویو سرتېرو سره وکتل.
 
په دې کتنه کې د ملي دفاع وزارت سرپرست سرتېرو ته په خطاب کې وویل، اسلامي امارت د ټولو ګډ کور دی. د نظام دښمنان غواړي د ګوند او ولس په نوم زموږ یووالی ګډوډ کړي.
 
د دفاع وزیر زیاته کړه؛ ستاسو د قوي ارادې او اسلامي حوصلې پر وړاندې به د ولس دښمنان هیڅکله بریالي نشي.
 
خبرپاڼه زیاتوي: "د ملي دفاع وزارت سرپرست د محرابوي د ګډې روزنې په قوماندانۍ کې د ښوونیز بهیر د ارزونې پرمهال د سرتېرو ستونزې او وړاندیزونه واورېدل او د حل په برخه کې یې د همکارۍ ژمنه وکړه."
 
اعلامیې زیاته کړې چې د محرابوي د ګډې روزنې په قوماندانۍ کې د اسلامي پوځ د منسوبینو لپاره په عملي او نظري بڼه د پوځي او مسلکي زده کړو بهیر روان دی.
 


د مطلب کود: 259732

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/259732/د-ملي-دفاع-سرپرست-وزیر-پنجشیر-له-امنیتي-ځواکونو-سره-وکتل

آوا
  https://www.avapress.com