دخپریدو نیټه :شنبه ۲۳ میزان ۱۴۰۱ ساعت ۱۵:۵۹
د مطلب کود : 259732
د ملي دفاع سرپرست وزیر د پنجشیر له امنیتي ځواکونو سره وکتل
د اسلامي امارت د دفاع وزارت اعلان وکړ چې په دغه ولایت کې له نويو ګومارل شویو عسکرو سره مولوي محمد یعقوب مجاهد لیدنi ورکړي.
افغان غږ خبری آژانس: د اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت تېره شپه (میزان ۲۲) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه وزارت سرپرست پرون مازدیګر د محرابوي د ګډې روزنې په قوماندانۍ کې د پنجشېر ولایت له نویو استخدام شویو سرتېرو سره وکتل.
 
په دې کتنه کې د ملي دفاع وزارت سرپرست سرتېرو ته په خطاب کې وویل، اسلامي امارت د ټولو ګډ کور دی. د نظام دښمنان غواړي د ګوند او ولس په نوم زموږ یووالی ګډوډ کړي.
 
د دفاع وزیر زیاته کړه؛ ستاسو د قوي ارادې او اسلامي حوصلې پر وړاندې به د ولس دښمنان هیڅکله بریالي نشي.
 
خبرپاڼه زیاتوي: "د ملي دفاع وزارت سرپرست د محرابوي د ګډې روزنې په قوماندانۍ کې د ښوونیز بهیر د ارزونې پرمهال د سرتېرو ستونزې او وړاندیزونه واورېدل او د حل په برخه کې یې د همکارۍ ژمنه وکړه."
 
اعلامیې زیاته کړې چې د محرابوي د ګډې روزنې په قوماندانۍ کې د اسلامي پوځ د منسوبینو لپاره په عملي او نظري بڼه د پوځي او مسلکي زده کړو بهیر روان دی.
 
https://avapress.com/vdcdsn0xxyt0k56.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته