کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کاپيسا کې د ځمکو د غصب په تور نږدې ١٧٠ کسان نيول شوي

23 میزان 1401 ساعت 16:10

د کاپیسا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د چارواکو په وینا؛ دغه رياست په دغه ولايت کې د ځمکو د غصب د قضيو په تور ١٦٩ تنه نيولي دي.


آوا: د کاپیسا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د باختر آژانس خبریال ته وویل چې په دغه ولایت کې یې ۱۵۴۳ جریبه غصب شوې ځمکه له غاصبینو څخه بیرته نیولې ده.
 
دوي زياته کړه چې دغه ځمکې دکاپيسا ولايت په بيلابيلو سيمو کې غصب شوې دي .
 
د کاپیسا د کرنې ریاست ټینګار کوي، چې د ځمکو د غصب د قضیو په تړاو یې ۱۶۹ کسان نیولي دي.
 


د مطلب کود: 259734

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/259734/په-کاپيسا-کې-د-ځمکو-غصب-تور-نږدې-١٧٠-کسان-نيول-شوي

آوا
  https://www.avapress.com