دخپریدو نیټه :شنبه ۲۳ میزان ۱۴۰۱ ساعت ۱۶:۱۰
د مطلب کود : 259734
په کاپيسا کې د ځمکو د غصب په تور نږدې ١٧٠ کسان نيول شوي
د کاپیسا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د چارواکو په وینا؛ دغه رياست په دغه ولايت کې د ځمکو د غصب د قضيو په تور ١٦٩ تنه نيولي دي.
افغان غږ خبری آژانس: د کاپیسا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د باختر آژانس خبریال ته وویل چې په دغه ولایت کې یې ۱۵۴۳ جریبه غصب شوې ځمکه له غاصبینو څخه بیرته نیولې ده.
 
دوي زياته کړه چې دغه ځمکې دکاپيسا ولايت په بيلابيلو سيمو کې غصب شوې دي .
 
د کاپیسا د کرنې ریاست ټینګار کوي، چې د ځمکو د غصب د قضیو په تړاو یې ۱۶۹ کسان نیولي دي.
 
https://avapress.com/vdcfm1d0jw6dtea.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته