کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنر:

په ایران او پاکستان کې افغان کډوال دوامداره ملاتړ ته اړتیا لري

24 میزان 1401 ساعت 13:39

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ وايي، په ایران او پاکستان کې افغان کډوال دوامداره بشري مرستو ته اړتیا لري.


آوا: د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر فیلیپو ګراندي وايي، په افغانستان کې د ښځو او نجونو په ګډون له میلیونونو خلکو سره د مرستې لپاره بشري پروګرامونه دوامداره مرستو ته اړتیا لري.
 
نن (یکشنبه، میزان ۲۴) د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ په یوه ټویټ کې لیکلي چې ښاغلي عظیمي په ایران او پاکستان کې د افغان کډوالو د ملاتړ لپاره د بشري پروګرامونو د دوام غوښتنه کړې ده.
 
د تېر حکومت له ړنګېدو وروسته په لویه کچه د افغانانو د کډوالۍ لامل شو او ډېری کډوالو په ایران او پاکستان کې پناه واخیسته.
 
په دغو دوو هیوادونو کې د مهاجرینو لوی شمیر او شته ننګونو ته په پام سره ویل کیږي چې ډیری یې سمدستي او تلپاتې مرستو ته اړتیا لري.
 


د مطلب کود: 259779

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/259779/په-ایران-او-پاکستان-کې-افغان-کډوال-دوامداره-ملاتړ-ته-اړتیا-لري

آوا
  https://www.avapress.com