دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۴ میزان ۱۴۰۱ ساعت ۱۳:۳۹
د مطلب کود : 259779
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنر:

په ایران او پاکستان کې افغان کډوال دوامداره ملاتړ ته اړتیا لري

په ایران او پاکستان کې افغان کډوال دوامداره ملاتړ ته اړتیا لري
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ وايي، په ایران او پاکستان کې افغان کډوال دوامداره بشري مرستو ته اړتیا لري.
افغان غږ خبری آژانس: د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر فیلیپو ګراندي وايي، په افغانستان کې د ښځو او نجونو په ګډون له میلیونونو خلکو سره د مرستې لپاره بشري پروګرامونه دوامداره مرستو ته اړتیا لري.
 
نن (یکشنبه، میزان ۲۴) د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ په یوه ټویټ کې لیکلي چې ښاغلي عظیمي په ایران او پاکستان کې د افغان کډوالو د ملاتړ لپاره د بشري پروګرامونو د دوام غوښتنه کړې ده.
 
د تېر حکومت له ړنګېدو وروسته په لویه کچه د افغانانو د کډوالۍ لامل شو او ډېری کډوالو په ایران او پاکستان کې پناه واخیسته.
 
په دغو دوو هیوادونو کې د مهاجرینو لوی شمیر او شته ننګونو ته په پام سره ویل کیږي چې ډیری یې سمدستي او تلپاتې مرستو ته اړتیا لري.
 
https://avapress.com/vdcefo8wojh8nfi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته