کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په هیواد کې د پولیو واکسین کمپاین پیل شو

25 میزان 1401 ساعت 13:15

د عامې روغتیا وزارت د اعلامیې له مخې، نن (دوشنبه، میزان ۲۵) د هېواد په ۲۲ ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین فرعي کمپاین پیل شو.


آوا: دغه کمپاین څلور ورځې دوام کوي او هدف یې شاوخوا شپږ میلیونه ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم دي، د پولیو ویروس په وړاندې واکسین شي.
 
د عامې روغتیا وزارت د اعلامیې پر بنسټ، دغه کمپاین د هېواد په سویل، سویل ختیځ، ختیځ، شمالي، لوېدیځو او مرکزي ولایتونو کې ۱۹۴ هغه ولسوالۍ تر پوښښ لاندې نیسي، چې د پولیو ویروس د خپرېدو خطر پکې ډېر دی.
 
تر دې وړاندې په روان کال کې په ټول هېواد کې شپږ دوره کمپاینونه او یو د فرعي کمپاینونو یو پړاو په افغانستان کې پلی شوی دی.
 
د روان کال له پیله تر دې دمه له پکتیکا او کونړ ولایتونو څخه د پولیو دوه مثبتې پېښې ثبت شوې، چې د ۲۰۲۱ کال د څلورو پېښو او په ۲۰۲۰ کال کې د ۵۶ پېښو په پرتله د پام وړ کموالی ښيي.
 
د افغانستان د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر قلندر عباد له دغې ناروغۍ سره د مبارزې په برخه کې د پولیو د له منځه وړلو پروګرام د کارکوونکو هلې ځلې وستایلې او ویې ویل چې خلک په ځانګړې توګه پلرونه او میندې باید د خپلو ماشومانو راتلونکې روغتیا ته پام وکړي. د واکسین ټیمونه او ټول هغه ماشومان چې عمرونه یې د پنځو کلونو څخه کم وي، خپل کال واکسیناتوران ته د واکسین لپاره وړاندې کوي.
 
باید وویل شي چې افغانستان او پاکستان د نړۍ یوازیني هغه دوه هیوادونه دي چې لا هم د پولیو له وایروس نه دي خلاص شوي.
 


د مطلب کود: 259826

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/259826/په-هیواد-کې-د-پولیو-واکسین-کمپاین-پیل-شو

آوا
  https://www.avapress.com