دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۵ میزان ۱۴۰۱ ساعت ۱۳:۱۵
د مطلب کود : 259826
په هیواد کې د پولیو واکسین کمپاین پیل شو
د عامې روغتیا وزارت د اعلامیې له مخې، نن (دوشنبه، میزان ۲۵) د هېواد په ۲۲ ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین فرعي کمپاین پیل شو.
افغان غږ خبری آژانس: دغه کمپاین څلور ورځې دوام کوي او هدف یې شاوخوا شپږ میلیونه ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم دي، د پولیو ویروس په وړاندې واکسین شي.
 
د عامې روغتیا وزارت د اعلامیې پر بنسټ، دغه کمپاین د هېواد په سویل، سویل ختیځ، ختیځ، شمالي، لوېدیځو او مرکزي ولایتونو کې ۱۹۴ هغه ولسوالۍ تر پوښښ لاندې نیسي، چې د پولیو ویروس د خپرېدو خطر پکې ډېر دی.
 
تر دې وړاندې په روان کال کې په ټول هېواد کې شپږ دوره کمپاینونه او یو د فرعي کمپاینونو یو پړاو په افغانستان کې پلی شوی دی.
 
د روان کال له پیله تر دې دمه له پکتیکا او کونړ ولایتونو څخه د پولیو دوه مثبتې پېښې ثبت شوې، چې د ۲۰۲۱ کال د څلورو پېښو او په ۲۰۲۰ کال کې د ۵۶ پېښو په پرتله د پام وړ کموالی ښيي.
 
د افغانستان د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر قلندر عباد له دغې ناروغۍ سره د مبارزې په برخه کې د پولیو د له منځه وړلو پروګرام د کارکوونکو هلې ځلې وستایلې او ویې ویل چې خلک په ځانګړې توګه پلرونه او میندې باید د خپلو ماشومانو راتلونکې روغتیا ته پام وکړي. د واکسین ټیمونه او ټول هغه ماشومان چې عمرونه یې د پنځو کلونو څخه کم وي، خپل کال واکسیناتوران ته د واکسین لپاره وړاندې کوي.
 
باید وویل شي چې افغانستان او پاکستان د نړۍ یوازیني هغه دوه هیوادونه دي چې لا هم د پولیو له وایروس نه دي خلاص شوي.
 
https://avapress.com/vdchiwni-23nm6d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته