کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

مولوي ندا محمد ندیم د لوړو زده کړو وزارت د سرپرست په توګه وټاکل شو

26 میزان 1401 ساعت 10:28

د ذبیح الله مجاهد په وینا، د اسلامي امارت مشر ملا هبت الله اخندزاده مولوي ندا محمد ندیم د لوړو زده کړو وزارت د سرپرست په توګه ټاکلی دی.


آوا: نوموړی تر دې وړاندې په کابل کې د اسلامي امارت د والي په توګه دنده ترسره کوله.
 
تر ښاغلي ندیم وړاندې عبدالباقي حقاني د اسلامي امارت د لوړو زده کړو وزارت سرپرست و.
 
ښاغلي حقاني څه موده وړاندې د ننګرهار پوهنتون څخه افتخاري دوکتورا ترلاسه کړې وه.
 
ویل کیږي چې نوموړي په دیوبندي مدرسه کې دیني زده کړې کړي دي.
 
عبدالباقي حقاني د اسلامي امارت د هغو چارواکو له جملې څخه دی چې د نجونو د زده کړو د محدودیت له امله له سفر څخه منع شوی دی.
 


د مطلب کود: 259859

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/259859/مولوي-ندا-محمد-ندیم-د-لوړو-زده-کړو-وزارت-سرپرست-په-توګه-وټاکل-شو

آوا
  https://www.avapress.com