دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۶ میزان ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۲۸
د مطلب کود : 259859
مولوي ندا محمد ندیم د لوړو زده کړو وزارت د سرپرست په توګه وټاکل شو
د ذبیح الله مجاهد په وینا، د اسلامي امارت مشر ملا هبت الله اخندزاده مولوي ندا محمد ندیم د لوړو زده کړو وزارت د سرپرست په توګه ټاکلی دی.
افغان غږ خبری آژانس: نوموړی تر دې وړاندې په کابل کې د اسلامي امارت د والي په توګه دنده ترسره کوله.
 
تر ښاغلي ندیم وړاندې عبدالباقي حقاني د اسلامي امارت د لوړو زده کړو وزارت سرپرست و.
 
ښاغلي حقاني څه موده وړاندې د ننګرهار پوهنتون څخه افتخاري دوکتورا ترلاسه کړې وه.
 
ویل کیږي چې نوموړي په دیوبندي مدرسه کې دیني زده کړې کړي دي.
 
عبدالباقي حقاني د اسلامي امارت د هغو چارواکو له جملې څخه دی چې د نجونو د زده کړو د محدودیت له امله له سفر څخه منع شوی دی.
 
https://avapress.com/vdcdkn0xnyt0kj6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته