کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ترکیې سفیر د جوزجان له والي سره په کتنه کې: جګړه د حل لار نه ده

29 میزان 1401 ساعت 15:30

په کابل کې د ترکيې سفير "جهاد ارگين اي" د جوزجان له والي محمد اسماعيل راسخ سره په کتنه کې وويل: هغه د بشري مرستو د وېش، د پراختيايي پروژو د تطبيق او د کانکور د ازموينې په موخه جوزجان ته سفر کړى دى. په ټولنیزو برخو کې د دې ولایت ستونزې او اړتیاوې.


آوا: باختر آژانس ليکلي: په دې کتنه کې د ترکيې سفير په افغانستان کې د امنيت د ټينګښت هرکلى وکړ او له جګړې سره يې خپل مخالفت اعلان کړ او ويې ويل چې جګړه د حل لاره نه ده او له ښکېلو غاړو يې وغوښتل چې خپلې غوښتنې له يو بل سره مطرح کړي.

 
د ترکیې سفیر په داسې حال کې یو ځل بیا د افغانستان له جګړې څخه د خپل هېواد پر نه ملاتړ ټینګار کوي، چې په ترکیه کې یو شمېر سیاسي مشران او له طالبانو سره مخالف شخصیتونه شتون لري.
 
مخکې له دې هم د اسلامي امارت له مشرانو سره په بېلابېلو ناستو کې ارګ ویلي و چې انقره له موقت حکومت سره د اړیکو ښه کولو ته لېواله ده او په هېواد کې مېشتو افغان سیاستوالو ته اجازه نه ورکوي چې د جوړ شوي حکومت پر ضد عمل وکړي.


د مطلب کود: 259982

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/259982/د-ترکیې-سفیر-جوزجان-له-والي-سره-په-کتنه-کې-جګړه-حل-لار-نه-ده

آوا
  https://www.avapress.com