دخپریدو نیټه :جمعه ۲۹ میزان ۱۴۰۱ ساعت ۱۵:۳۰
د مطلب کود : 259982
د ترکیې سفیر د جوزجان له والي سره په کتنه کې: جګړه د حل لار نه ده
په کابل کې د ترکيې سفير "جهاد ارگين اي" د جوزجان له والي محمد اسماعيل راسخ سره په کتنه کې وويل: هغه د بشري مرستو د وېش، د پراختيايي پروژو د تطبيق او د کانکور د ازموينې په موخه جوزجان ته سفر کړى دى. په ټولنیزو برخو کې د دې ولایت ستونزې او اړتیاوې.
افغان غږ خبری آژانس: باختر آژانس ليکلي: په دې کتنه کې د ترکيې سفير په افغانستان کې د امنيت د ټينګښت هرکلى وکړ او له جګړې سره يې خپل مخالفت اعلان کړ او ويې ويل چې جګړه د حل لاره نه ده او له ښکېلو غاړو يې وغوښتل چې خپلې غوښتنې له يو بل سره مطرح کړي.
 
د ترکیې سفیر په داسې حال کې یو ځل بیا د افغانستان له جګړې څخه د خپل هېواد پر نه ملاتړ ټینګار کوي، چې په ترکیه کې یو شمېر سیاسي مشران او له طالبانو سره مخالف شخصیتونه شتون لري.
 
مخکې له دې هم د اسلامي امارت له مشرانو سره په بېلابېلو ناستو کې ارګ ویلي و چې انقره له موقت حکومت سره د اړیکو ښه کولو ته لېواله ده او په هېواد کې مېشتو افغان سیاستوالو ته اجازه نه ورکوي چې د جوړ شوي حکومت پر ضد عمل وکړي.
https://avapress.com/vdcaaonuu49nmo1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته