کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کرکټ نړیوال جام؛ افغانستان د انګلستان څخه ماته ومنله

1 عقرب 1401 ساعت 9:40

د هېواد د کرکټ ملي لوبډلې د نړیوال شل اوریز جام په لومړۍ لوبه کې انګلستان څخه په پنځو ویکټو ماته وخوړه.


آوا: دغه لوبه پرون ماښام (شنبه، میزان ۳۰) د استرالیا په آپټوس لوبغالي کې ترسره شوه، چې افغانستان د پنځو ویکټو په توپیر انګلستان څخه ماته وخوړه.
 
په دې لومړۍ لوبه کې افغانستان توپ وهنه پیل کړه او انګلستان لوبډلې ته یې د ۱۱۲ منډو هدف وټاکه.
 
ورپسې انګلیسي لوبډلې ټاکل شوی هدف د پنځو لوبغاړو په سوځیدو سره لوبه یې وګټله.
 
افغانستان خپله دویمه لوبه د چهارشنبې په ورځ له استرالیا سره کوي.
 
افغانستان د دې سیالیو په ګروپ کې له انګلستان، اسټرالیا، ایرلنډ، سریلانکا او نیوزیلنډ سره دی.
 


د مطلب کود: 260029

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/260029/د-کرکټ-نړیوال-جام-افغانستان-انګلستان-څخه-ماته-ومنله

آوا
  https://www.avapress.com