دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱ عقرب ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۴۰
د مطلب کود : 260029
د کرکټ نړیوال جام؛ افغانستان د انګلستان څخه ماته ومنله
د هېواد د کرکټ ملي لوبډلې د نړیوال شل اوریز جام په لومړۍ لوبه کې انګلستان څخه په پنځو ویکټو ماته وخوړه.
افغان غږ خبری آژانس: دغه لوبه پرون ماښام (شنبه، میزان ۳۰) د استرالیا په آپټوس لوبغالي کې ترسره شوه، چې افغانستان د پنځو ویکټو په توپیر انګلستان څخه ماته وخوړه.
 
په دې لومړۍ لوبه کې افغانستان توپ وهنه پیل کړه او انګلستان لوبډلې ته یې د ۱۱۲ منډو هدف وټاکه.
 
ورپسې انګلیسي لوبډلې ټاکل شوی هدف د پنځو لوبغاړو په سوځیدو سره لوبه یې وګټله.
 
افغانستان خپله دویمه لوبه د چهارشنبې په ورځ له استرالیا سره کوي.
 
افغانستان د دې سیالیو په ګروپ کې له انګلستان، اسټرالیا، ایرلنډ، سریلانکا او نیوزیلنډ سره دی.
 
https://avapress.com/vdcew78wojh8p7i.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته