دخپریدو نیټه :شنبه ۲۵ دلو ۱۳۹۳ ساعت ۱۵:۱۹
د مطلب کود : 106863
د کرکټ نړیوال جام لوبې پيل شوې
د پنځوسو اورونو د کرکټ نړیوال جام لوبې د نیوزیلنډ په کرسچرج ښار کې د کوربه هېواد او سریلانکا تر منځ پیل شوې.
دغه نړیوال جام به یوه نیمه میاشت په نیوزیلنډ او اسټرالیا کې دوام وکړي او پای لوبه به د مارچ په ۲۹ وشي.
له جدول سره سم به د چهارشنبې په ورځ د افغانستان ملي ټیم له بنګله دیش سره لوبه وکړي.
دې نړیوالو لوبو ته د نړۍ ۱۴ ملي لوبډلو لاره موندلې ده چې په دوو ګروپونو ویشل شوې دي. په (الف) ګروپ کې د افغانستان تر څنګ د اسټرالیا، انګستان، نیوزیلنډ، سکاټلنډ، بنګله دیش او سریلانکا ټیمونه یو ځای شوې دي او په (ب) ګروپ کې د تیر یو ورځنينړېوال جام اتل هند دی او ورسره پاکستان، ویسټ اینډیز، جنوبي افریقا، ایرلنډ، متحد عربي امارات او زیمبابوې لوبه کوي. له هر ګروپ څخه به څلور لوبډلې دوهمې مرحلې ته لاره کوي.
د کرکټ نړیوال جام یو ورځنۍ لوبې په ۱۹۷۵ کال کې لومړی ځل پیل شوې. که د دې لوبو تاریخ ته وکتل شي؛ تر ټولو غښتلې ډله د اسټرالیا ده چې دغه جام یې څلور ځله ګټلی؛ بیا د هند او ویسټ اینډیز ټیمونه پياوړی تاریخ لري او دغه دوه هېوادونه هر یو دوه ځله د نړیوال جام اتلان شوې دي.
دا لومړی ځل دی چې په یو ورځني نړیوال جام کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د ګډون چانس ترلاسه کړی دی. د افغانستان لږ تجربه لرونکو لوبغاړو ته د کرکټ ګڼ څیړونکي په دې نظر نه ګوري چې اتلولي به خپلوي؛ خو په نیوزیلنډ کې تیره اونۍ یوه روباټ پیشګويي وکړه چې دا اتلولي به د افغانستان په برخه شي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcjmmevtuqeyoz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته