کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

اسلامي امارت: ډېر ژر به د نوي اساسي قانون د جوړولو کار پیل شي

1 عقرب 1401 ساعت 14:26

د اسلامي امارت ویاند ویلي دي چې ډیر ژر به د نوي اساسي قانون د مسودې په جوړولو کار پیل شي او په پام کې ده چې نوی اساسي قانون د پخواني اساسي قانون ځای ونیسي.


آوا: د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد له یوې سیمه ییزې رسنۍ سره په تازه خبرو کې ویلي، چې اسلامي امارت د نوي اساسي قانون د جوړولو هوډ لري او د نوي اساسي قانون پر طرحې کار پیلیږي.
 
مجاهد ویلي، چې د نظام ستنې به د اساسي قانون په مسوده ټاکل کېږي او دغه راز د پخواني اساسي قانون پر ځای به نوی اساسي قانون جوړېږي.
 
دا په داسې حال کې ده چې له تېر یوه کال راهیسې د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته هېواد اساسي قانون نه لري.
 


د مطلب کود: 260046

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/260046/اسلامي-امارت-ډېر-ژر-د-نوي-اساسي-قانون-جوړولو-کار-پیل-شي

آوا
  https://www.avapress.com