دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱ عقرب ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۲۶
د مطلب کود : 260046
اسلامي امارت: ډېر ژر به د نوي اساسي قانون د جوړولو کار پیل شي
د اسلامي امارت ویاند ویلي دي چې ډیر ژر به د نوي اساسي قانون د مسودې په جوړولو کار پیل شي او په پام کې ده چې نوی اساسي قانون د پخواني اساسي قانون ځای ونیسي.
افغان غږ خبری آژانس: د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد له یوې سیمه ییزې رسنۍ سره په تازه خبرو کې ویلي، چې اسلامي امارت د نوي اساسي قانون د جوړولو هوډ لري او د نوي اساسي قانون پر طرحې کار پیلیږي.
 
مجاهد ویلي، چې د نظام ستنې به د اساسي قانون په مسوده ټاکل کېږي او دغه راز د پخواني اساسي قانون پر ځای به نوی اساسي قانون جوړېږي.
 
دا په داسې حال کې ده چې له تېر یوه کال راهیسې د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته هېواد اساسي قانون نه لري.
 
https://avapress.com/vdcdoz0x9yt09z6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته