دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۰ میزان ۱۴۰۱ ساعت ۱۳:۳۱
د مطلب کود : 259283
اسلامي امارت په درملتونونو کي د شفري نسخې بنديز لګولی دی
د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت اعلان کړی چې له دې وروسته هیڅ ډاکټر ته اجازه نشته چې له درملتونونو سره د اړیکو پر بنسټ شفري نسخې ولیکي.
افغان غږ خبری آژانس: په هغه خبرپاڼه کې چې شرف زمان؛ د اسلامي امارت د عامي روغتیا وزارت ویاند رسنیو ته په لېږلې ویل شوي چې درملتون ته د شفري نسخه ورکول ناروا دي.
 
ځینې ​​ډاکټران د ځینو درملتونونو سره د خپلو اړیکو یا تړون له مخې د ناروغ لپاره نسخه په داسې ډول لیکي چې یوازې د هغه درملتون له خوا چې د شفري نسخې په نوم یادیږي د پوهیدو او لوستلو وړ وي.
 
په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې اړه به ډېر ژر ټولو ادارو ته په رسمي مکتوب کې خبر ورکړل شي.
 
د عامې روغتیا وزارت دا پرېکړه په داسې حال کې کېږي، چې خلک شکایت کوي، ډاکټران له درملتونونو سره د خپلو اړیکو پر بنسټ نسخې لیکي.
 
د شفري نسخې ناروغان اړوي چې د ډاکټر د خوښې وړ درملتون څخه په لوړه بیه درمل واخلي.
 
https://avapress.com/vdcevo8wxjh8nwi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته