کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

مجاهد له هنیه سره په کتنه کې: موږ د فلسطین له مقاومت څخه ملاتړ کوو

4 عقرب 1401 ساعت 10:52

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د فلسطین د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر له مشر اسماعیل هنیه سره په کتنه کې له فلسطین څخه د اسلامي امارت ملاتړ اعلان کړ او د فلسطین مسئله یې د ټول امت مسئله وبلله.


آوا - کابل: نن چهارشنبه (عقرب ۴) د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد او ورسره پلاوي د فلسطین د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر له مشر اسماعیل هنیه سره وکتل.
 
 په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان او فلسطین پر حالاتو خبرې وکړې.
 
 د افغانستان استازو د فلسطین او الاقصی مسئله د ټول ملت مسئله وبلله او د اسرائیلو د صهیونیسټی رژیم په وړاندې یې د فلسطینیانو له استقامت څخه ملاتړ وکړ.
 
دا په داسې حال کښې دی چې د فلسطین د فوځ د قومندان له وژل کیدو وروسته په لویدیځه غاړه کښې اعتراضونه زیات شوی دی او د صهیونیسټ رژیم ځواکونه په پوره تیارۍ کښې دی.
 
په همدې حال کې د هنګري نوي لومړي وزیر په رسمي توګه اعلان وکړ چې ختیځ بیت المقدس د اسرائیلو د پلازمېنې په توګه نه پیژني او د دغه هېواد سفارت به په تل آویو کې پاتې شي.
 
په عین حال کښې د فلسطین په لویدیځه غاړه کښې حالات کړکیچن دی او د صهیونیسټ رژیم د نیواکګرو او د فلسطینی ځوانانو او د نیواکګرو عسکرو ترمینځ په وروستیو نښتو کښې په لسګونو فلسطینی ځوانان شهیدان او ژوبل شوی دی .
 


د مطلب کود: 260141

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/260141/مجاهد-له-هنیه-سره-په-کتنه-کې-موږ-د-فلسطین-مقاومت-څخه-ملاتړ-کوو

آوا
  https://www.avapress.com