کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په بلخ کې د يوې ترافيکي پېښې له امله اووه تنه مړه او ټپيان شوي

4 عقرب 1401 ساعت 13:36

د بلخ سیمه ییز چارواکي وايي، د بلخ ولایت د مزار شریف - شبرغان پر لویه لار د دوو موټرونو د ټکر له امله ۴ تنه مړه شوي او ۳ نور ټپیان دي.


آوا: د بلخ د پولیسو ویاند محمد آصف وزیري آوا ته وویل: دغه پیښه نن (چهارشنبه، عقرب ۴) د بلخ ولسوالۍ د باغ اوراق په سیمه کې رامنځ ته شوې ده چي د مزار- شبرغان پر لویه لار د هایلکس او سراچې ډوله موټر د ټکر له امله پېښه شوې ده.
 
د هغه په ​​وينا، په وژل شويو کې يو ماشوم او يوه ښځه هم شامله ده.
 
وزيري زياته کړه، چې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي او روغتيايي حالت يې د اندېښنې وړ نه دى.
 
د بلخ د امنيې قوماندانۍ وياند د دغې پېښې لامل د موټر چلوونکو بې احتياطي بولي.
 


د مطلب کود: 260156

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/260156/په-بلخ-کې-د-يوې-ترافيکي-پېښې-له-امله-اووه-تنه-مړه-او-ټپيان-شوي

آوا
  https://www.avapress.com