دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۴ عقرب ۱۴۰۱ ساعت ۱۳:۳۶
د مطلب کود : 260156
په بلخ کې د يوې ترافيکي پېښې له امله اووه تنه مړه او ټپيان شوي
د بلخ سیمه ییز چارواکي وايي، د بلخ ولایت د مزار شریف - شبرغان پر لویه لار د دوو موټرونو د ټکر له امله ۴ تنه مړه شوي او ۳ نور ټپیان دي.
افغان غږ خبری آژانس: د بلخ د پولیسو ویاند محمد آصف وزیري افغان غږ خبری آژانس ته وویل: دغه پیښه نن (چهارشنبه، عقرب ۴) د بلخ ولسوالۍ د باغ اوراق په سیمه کې رامنځ ته شوې ده چي د مزار- شبرغان پر لویه لار د هایلکس او سراچې ډوله موټر د ټکر له امله پېښه شوې ده.
 
د هغه په ​​وينا، په وژل شويو کې يو ماشوم او يوه ښځه هم شامله ده.
 
وزيري زياته کړه، چې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي او روغتيايي حالت يې د اندېښنې وړ نه دى.
 
د بلخ د امنيې قوماندانۍ وياند د دغې پېښې لامل د موټر چلوونکو بې احتياطي بولي.
 
https://avapress.com/vdcftxd0vw6dvya.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته