کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په افغانستان کې د یوه ټول شموله حکومت رامنځته کول د سیمې او نړۍ د هېوادونو غوښتنه ده

4 عقرب 1401 ساعت 13:53

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړى استازى وايي، چې د سيمې د هېوادونو په ګډون ډېرى هېوادونه په دې باور دي، چې تر اوسه په افغانستان کې ټول شموله حکومت نه دى رامنځته شوى.


آوا: توماس نیکولسن د سه شنبې په ورځ (عقرب ۳) د اروپا د پارلمان د بهرنیو اړیکو د کمیټې په غونډه کې وویل چې د افغانستان ګاونډ هیوادونه او یو شمیر نور دولتونه په افغانستان کې د یوه جامع حکومت د رامنځ ته کیدو غوښتونکي دي.
 
تر دې وړاندې هم نورو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو پر اسلامي امارت نیوکې کړي او هغه یې هر اړخیز نه ګڼلي.
 
د اسلامي امارت چارواکو تل ټینګار کړی چې د دوی حکومت ټول شموله دی.
 
اسلامي امارت څو ځله استدلال کړی چې د دوی سرپرست حکومت ټول شموله دی او ټول قومونه او د اقلیتونو استازي په کې ونډه لري.
 
د افغانستان په اړه د اروپايي پارلمان په پرونۍ غونډه کې له اسلامي امارت سره د خبرو پر دوام ټینګار وشو، همدارنګه د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانیستلو په اړه هم بحث او څېړنې وشوې.
 


د مطلب کود: 260161

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/260161/په-افغانستان-کې-د-یوه-ټول-شموله-حکومت-رامنځته-کول-سیمې-او-نړۍ-هېوادونو-غوښتنه-ده

آوا
  https://www.avapress.com