دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۴ عقرب ۱۴۰۱ ساعت ۱۳:۵۳
د مطلب کود : 260161
په افغانستان کې د یوه ټول شموله حکومت رامنځته کول د سیمې او نړۍ د هېوادونو غوښتنه ده
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړى استازى وايي، چې د سيمې د هېوادونو په ګډون ډېرى هېوادونه په دې باور دي، چې تر اوسه په افغانستان کې ټول شموله حکومت نه دى رامنځته شوى.
افغان غږ خبری آژانس: توماس نیکولسن د سه شنبې په ورځ (عقرب ۳) د اروپا د پارلمان د بهرنیو اړیکو د کمیټې په غونډه کې وویل چې د افغانستان ګاونډ هیوادونه او یو شمیر نور دولتونه په افغانستان کې د یوه جامع حکومت د رامنځ ته کیدو غوښتونکي دي.
 
تر دې وړاندې هم نورو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو پر اسلامي امارت نیوکې کړي او هغه یې هر اړخیز نه ګڼلي.
 
د اسلامي امارت چارواکو تل ټینګار کړی چې د دوی حکومت ټول شموله دی.
 
اسلامي امارت څو ځله استدلال کړی چې د دوی سرپرست حکومت ټول شموله دی او ټول قومونه او د اقلیتونو استازي په کې ونډه لري.
 
د افغانستان په اړه د اروپايي پارلمان په پرونۍ غونډه کې له اسلامي امارت سره د خبرو پر دوام ټینګار وشو، همدارنګه د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانیستلو په اړه هم بحث او څېړنې وشوې.
 
https://avapress.com/vdcb0gb58rhb08p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته