کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د راتلونکي کال تر پایه به ۴۰ زره افغان کډوال په کاناډا کې میشت شي

5 عقرب 1401 ساعت 10:38

د کاناډا د کډوالو وزارت د معلوماتو له مخې، دغه هېواد به د ۲۰۲۳ کال تر پایه شاوخوا ۴۰ زره افغان کډوال ومني.


آوا: د کاناډا د کډوالو وزیر شان فریزر د پنجشنبې په ورځ (عقرب ۵) په خپل ټویټر ولیکل چې دوې الوتکې چې افغان مهاجرین پکښې سپاره وو په ټورنټو او اډمونټن کې الوتی دی.
 
د فریزر په وینا کاناډا اوس مهال د ۲۳۵۰۰ افغان کډوالو کوربه دی.
 
د کاناډا د کابینې دغه غړي ټینګار کړی، چې تمه ده د ۲۰۲۳ کال تر پایه په دغه هېواد کې د مېشتو افغان کډوالو شمېر ۴۰ زرو ته ورسېږي.
 
کاناډا یو له هغو هیوادونو څخه دی چې د پخواني حکومت له نسکوریدو وروسته یې په افغانستان کې د خطر سره مخامخ اتباع منلي او بیرته یې میشت کړي دي.
 


د مطلب کود: 260198

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/260198/د-راتلونکي-کال-تر-پایه-۴۰-زره-افغان-کډوال-په-کاناډا-کې-میشت-شي

آوا
  https://www.avapress.com