دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۵ عقرب ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۳۸
د مطلب کود : 260198
د راتلونکي کال تر پایه به ۴۰ زره افغان کډوال په کاناډا کې میشت شي
د کاناډا د کډوالو وزارت د معلوماتو له مخې، دغه هېواد به د ۲۰۲۳ کال تر پایه شاوخوا ۴۰ زره افغان کډوال ومني.
افغان غږ خبری آژانس: د کاناډا د کډوالو وزیر شان فریزر د پنجشنبې په ورځ (عقرب ۵) په خپل ټویټر ولیکل چې دوې الوتکې چې افغان مهاجرین پکښې سپاره وو په ټورنټو او اډمونټن کې الوتی دی.
 
د فریزر په وینا کاناډا اوس مهال د ۲۳۵۰۰ افغان کډوالو کوربه دی.
 
د کاناډا د کابینې دغه غړي ټینګار کړی، چې تمه ده د ۲۰۲۳ کال تر پایه په دغه هېواد کې د مېشتو افغان کډوالو شمېر ۴۰ زرو ته ورسېږي.
 
کاناډا یو له هغو هیوادونو څخه دی چې د پخواني حکومت له نسکوریدو وروسته یې په افغانستان کې د خطر سره مخامخ اتباع منلي او بیرته یې میشت کړي دي.
 
https://avapress.com/vdcb9gb5wrhb08p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته