کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په تخار کې د سرو زرو د کان د نړېدو له امله ۵ تنه کارګران وژل شوي دي

8 عقرب 1401 ساعت 14:17

د تخار سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په چاه اب ولسوالۍ کې د سرو زرو د کان د چت د چپه کېدو له امله ۵ تنه کارګران مړه شوي او جسدونه یې لا هم تر خاورو لاندې دي.


آوا - مزار شریف: د تخار د اطلاعاتو او کلتور رییس انصارالله انصاری آوا ته وویل: دغه پیښه پرون (شنبه، عقرب ۷) د چاه اب ولسوالۍ په انجیر سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
 
د هغه په ​​وينا، د دغه کان کارکوونکي ځايي اوسېدونکي دي او د هغوى د جسدونو د را ايستلو هڅې روانې دي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې د تخار په اکثرو کانونو کې سره زر په غیر معیاري ډول استخراج کېږي او د کانونو دې غیر معیاري استخراج تل د دغه ولایت د کارګرو او اوسېدونکو ژوند اخیستی دی.
 


د مطلب کود: 260318

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/260318/په-تخار-کې-د-سرو-زرو-کان-نړېدو-له-امله-۵-تنه-کارګران-وژل-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com