دخپریدو نیټه :يکشنبه ۸ عقرب ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۱۷
د مطلب کود : 260318
په تخار کې د سرو زرو د کان د نړېدو له امله ۵ تنه کارګران وژل شوي دي
د تخار سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په چاه اب ولسوالۍ کې د سرو زرو د کان د چت د چپه کېدو له امله ۵ تنه کارګران مړه شوي او جسدونه یې لا هم تر خاورو لاندې دي.
افغان غږ خبری آژانس - مزار شریف: د تخار د اطلاعاتو او کلتور رییس انصارالله انصاری افغان غږ خبری آژانس ته وویل: دغه پیښه پرون (شنبه، عقرب ۷) د چاه اب ولسوالۍ په انجیر سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
 
د هغه په ​​وينا، د دغه کان کارکوونکي ځايي اوسېدونکي دي او د هغوى د جسدونو د را ايستلو هڅې روانې دي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې د تخار په اکثرو کانونو کې سره زر په غیر معیاري ډول استخراج کېږي او د کانونو دې غیر معیاري استخراج تل د دغه ولایت د کارګرو او اوسېدونکو ژوند اخیستی دی.
 
https://avapress.com/vdcfyxd0cw6dvma.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته