کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

چین د نورستان ولایت د لیتیم د استخراج په سکتور کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده

10 عقرب 1401 ساعت 10:50

د نورستان د والي وياند وايي، د چين د پانګوالو يوه پلاوي د نورستان له والي حافظ محمد آغا حکيم سره په کتنه کې د ليتيم د کانونو د پېژندنې او استخراج په برخه کې پانګونې ته لېوالتيا ښودلې ده.


آوا: د نورستان د والي ویاند سیف الدین لټون وايي، د چینایي پانګوالو یوه پلاوي چې د کابل پولیتخنیک پوهنتون له یو شمېر استادانو سره یو ځای د نورستان له والي حافظ محمد آغا حکیم سره د نورستان ولایت په طبیعي برخو کې د پانګونې په اړه خبرې وکړې.
 
لټون زياته کړه: چينايي پانګوالو ويلي دي چې په دغه ولايت کې به د ليتيم د شتون په اړه ځينې تخنيکي کارونه وکړي او مقدار به يې وټاکي او بيا به يې په قانوني استخراج کې پانګونه وکړي


د مطلب کود: 260390

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/260390/چین-د-نورستان-ولایت-لیتیم-استخراج-په-سکتور-کې-پانګونې-ته-لېوالتیا-ښودلې-ده

آوا
  https://www.avapress.com