دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۰ عقرب ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۵۰
د مطلب کود : 260390
چین د نورستان ولایت د لیتیم د استخراج په سکتور کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده
د نورستان د والي وياند وايي، د چين د پانګوالو يوه پلاوي د نورستان له والي حافظ محمد آغا حکيم سره په کتنه کې د ليتيم د کانونو د پېژندنې او استخراج په برخه کې پانګونې ته لېوالتيا ښودلې ده.
افغان غږ خبری آژانس: د نورستان د والي ویاند سیف الدین لټون وايي، د چینایي پانګوالو یوه پلاوي چې د کابل پولیتخنیک پوهنتون له یو شمېر استادانو سره یو ځای د نورستان له والي حافظ محمد آغا حکیم سره د نورستان ولایت په طبیعي برخو کې د پانګونې په اړه خبرې وکړې.
 
لټون زياته کړه: چينايي پانګوالو ويلي دي چې په دغه ولايت کې به د ليتيم د شتون په اړه ځينې تخنيکي کارونه وکړي او مقدار به يې وټاکي او بيا به يې په قانوني استخراج کې پانګونه وکړي
https://avapress.com/vdcf1xd0xw6dvma.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته