کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

مارکس پوتزل له ډاکټر عبدالله سره وکتل/ یوناما باید له افغانستان سره مرستې زیاتې کړي

10 عقرب 1401 ساعت 13:34

د تېر حکومت د ملي مصالحې د شورا مشر په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سازمان د نمایندګۍ له سیاسي مرستیال مارکس پوتزل سره د یوې ټویټ په خپرولو سره خپله لیدنه اعلان کړه. په دې کتنه کې هغه له یوناما وغوښتل چې له افغانستان سره د خپلو مرستو بهیر چټک کړي.


آوا: ډاکټر عبدالله عبدالله په خپله ټوېټر پاڼه کې لیکلی: په دې کتنه کې ښاغلی پوتزل د یوناما د وروستیو فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او د افغانستان خلکو ته یې د بشردوستانه مرستو د دوام ډاډ ورکړ.
 
ډاکټر عبدالله عبدالله له یوناما څخه وغوښتل چې خلکو ته د بیړنیو بشري مرستو په رسولو او لاسرسي کې خپلې هڅې زیاتې کړي، دې ته په اشارې سره چې د ژمي موسم په رانږدې کېدو دی، د هېواد اقتصاد مخ په ځوړ روان دی، د خوراکي توکو بیې لوړېږي او د خوارځواکۍ پېښې مخ په ډېرېدو دي.
 


د مطلب کود: 260405

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/260405/مارکس-پوتزل-له-ډاکټر-عبدالله-سره-وکتل-یوناما-باید-افغانستان-مرستې-زیاتې-کړي

آوا
  https://www.avapress.com