دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۰ عقرب ۱۴۰۱ ساعت ۱۳:۳۴
د مطلب کود : 260405
مارکس پوتزل له ډاکټر عبدالله سره وکتل/ یوناما باید له افغانستان سره مرستې زیاتې کړي
د تېر حکومت د ملي مصالحې د شورا مشر په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سازمان د نمایندګۍ له سیاسي مرستیال مارکس پوتزل سره د یوې ټویټ په خپرولو سره خپله لیدنه اعلان کړه. په دې کتنه کې هغه له یوناما وغوښتل چې له افغانستان سره د خپلو مرستو بهیر چټک کړي.
افغان غږ خبری آژانس: ډاکټر عبدالله عبدالله په خپله ټوېټر پاڼه کې لیکلی: په دې کتنه کې ښاغلی پوتزل د یوناما د وروستیو فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او د افغانستان خلکو ته یې د بشردوستانه مرستو د دوام ډاډ ورکړ.
 
ډاکټر عبدالله عبدالله له یوناما څخه وغوښتل چې خلکو ته د بیړنیو بشري مرستو په رسولو او لاسرسي کې خپلې هڅې زیاتې کړي، دې ته په اشارې سره چې د ژمي موسم په رانږدې کېدو دی، د هېواد اقتصاد مخ په ځوړ روان دی، د خوراکي توکو بیې لوړېږي او د خوارځواکۍ پېښې مخ په ډېرېدو دي.
 
https://avapress.com/vdccxxqip2bqe08.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته