کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کاناډا خپل د مهاجرت اقتصادي پلان خپور کړ

11 عقرب 1401 ساعت 11:58

د کاناډا لومړي وزیر د یوه ټویټ په خپرولو سره د راتلونکو دوو کلونو لپاره د خپل هیواد د اقتصادي کډوالۍ پلان تصویب کړ. د دې پلان له مخې به کډوال د کاناډا د اقتصادي اهدافو د پرمخ بیولو لپاره د هغوی د جذب له مخې ومنل شي.


آوا: د کاناډا لومړي وزیر جسټین ټروډو د سه شنبې په شپه (عقرب ۱۰) په یوه ټویټ کې ویلي چې دغه پلان نن د دغه هیواد د مهاجرت وزارت له خوا خپور شو.
 
ښاغلي ټروډو ویلي دي چې هیواد یې دغه هیواد ته د کار د لیږد لپاره د مهاجرینو د راجلبولو په برخه کې اقتصادي نظر لري او په دې برخه کې یې د راتلونکي لپاره اهداف ټاکلي دي.
 
په همدې حال کې د کاناډا د مهاجرت وزیر شان فریزر ویلي دي چې د هیواد نوی مهاجرت پلان له ۲۰۲۳ تر ۲۰۲۵ کلونو پورې اړه لري.
 
د کاناډا د مهاجرت د نوي پلان پراساس، هیواد به تر ۲۰۲۵ پورې د ۱.۵ ملیون څخه ډیر وړ کډوال کاري ځواک ته ښه راغلاست ووایی.
 
کاناډا به په ۲۰۲۳ کې ۴۶۵۰۰۰، په ۲۰۲۴ کي ۴۸۵۰۰۰ او په ۲۰۲۵ کې ۵۰۰۰۰۰ مهاجرین ځای په ځای کړي.
 
باید وویل شي، چې کاناډا د افغانستان د پخواني حکومت له نسکورېدو وروسته په تېرو ۱۴ میاشتو کې له ۲۵ زرو ډېر افغانان هېواد ته لېږدولي او مېشت کړي دي.
 


د مطلب کود: 260437

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/260437/کاناډا-خپل-د-مهاجرت-اقتصادي-پلان-خپور-کړ

آوا
  https://www.avapress.com