دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۱ عقرب ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۵۸
د مطلب کود : 260437
کاناډا خپل د مهاجرت اقتصادي پلان خپور کړ
د کاناډا لومړي وزیر د یوه ټویټ په خپرولو سره د راتلونکو دوو کلونو لپاره د خپل هیواد د اقتصادي کډوالۍ پلان تصویب کړ. د دې پلان له مخې به کډوال د کاناډا د اقتصادي اهدافو د پرمخ بیولو لپاره د هغوی د جذب له مخې ومنل شي.
افغان غږ خبری آژانس: د کاناډا لومړي وزیر جسټین ټروډو د سه شنبې په شپه (عقرب ۱۰) په یوه ټویټ کې ویلي چې دغه پلان نن د دغه هیواد د مهاجرت وزارت له خوا خپور شو.
 
ښاغلي ټروډو ویلي دي چې هیواد یې دغه هیواد ته د کار د لیږد لپاره د مهاجرینو د راجلبولو په برخه کې اقتصادي نظر لري او په دې برخه کې یې د راتلونکي لپاره اهداف ټاکلي دي.
 
په همدې حال کې د کاناډا د مهاجرت وزیر شان فریزر ویلي دي چې د هیواد نوی مهاجرت پلان له ۲۰۲۳ تر ۲۰۲۵ کلونو پورې اړه لري.
 
د کاناډا د مهاجرت د نوي پلان پراساس، هیواد به تر ۲۰۲۵ پورې د ۱.۵ ملیون څخه ډیر وړ کډوال کاري ځواک ته ښه راغلاست ووایی.
 
کاناډا به په ۲۰۲۳ کې ۴۶۵۰۰۰، په ۲۰۲۴ کي ۴۸۵۰۰۰ او په ۲۰۲۵ کې ۵۰۰۰۰۰ مهاجرین ځای په ځای کړي.
 
باید وویل شي، چې کاناډا د افغانستان د پخواني حکومت له نسکورېدو وروسته په تېرو ۱۴ میاشتو کې له ۲۵ زرو ډېر افغانان هېواد ته لېږدولي او مېشت کړي دي.
 
https://avapress.com/vdchxvniq23n-kd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته