کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر بهادر امینیان له ډاکټر عبدالله عبدالله سره وکتل/ ایران د افغانستان د خلکو ترڅنګ ولاړ دی

12 عقرب 1401 ساعت 13:29

د پخواني رژیم د ملي مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت له سفیر ښاغلي بهادر امینیان سره وکتل.


آوا - کابل: په دې کتنه کې ډاکټر عبدالله عبدالله د افغانستان له خلکو سره د ایران د اسلامی جمهوریت د بشردوستانه مرستو او د ایران له خوا د افغان کډوالو د منلو له امله مننه وکړه.
 
ښاغلي امینیان د دواړو هېوادونو اوږدمهاله او تاریخي اړیکو ته په اشارې سره وویل، ایران د تېر په څېر د افغانانو تر څنګ ولاړ دی او هر څومره چې امکان لري له افغانانو سره مرسته کوي.
 
د یادولو وړ ده چې په تیرو څو کلونو کې د دښمنانو د ډبرو له ګوزارونو سره سره د ایران له اسلامي جمهوریت سره د افغانستان اړیکې په بیلابیلو وختونو کې دوستانه او د ښه ګاونډیتوب پر بنسټ ولاړې دي.
 


د مطلب کود: 260487

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/260487/د-ایران-اسلامي-جمهوریت-سفیر-بهادر-امینیان-له-ډاکټر-عبدالله-سره-وکتل-افغانستان-خلکو-ترڅنګ-ولاړ-دی

آوا
  https://www.avapress.com