دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۲ عقرب ۱۴۰۱ ساعت ۱۳:۲۹
د مطلب کود : 260487
د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر بهادر امینیان له ډاکټر عبدالله عبدالله سره وکتل/ ایران د افغانستان د خلکو ترڅنګ ولاړ دی
د پخواني رژیم د ملي مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت له سفیر ښاغلي بهادر امینیان سره وکتل.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: په دې کتنه کې ډاکټر عبدالله عبدالله د افغانستان له خلکو سره د ایران د اسلامی جمهوریت د بشردوستانه مرستو او د ایران له خوا د افغان کډوالو د منلو له امله مننه وکړه.
 
ښاغلي امینیان د دواړو هېوادونو اوږدمهاله او تاریخي اړیکو ته په اشارې سره وویل، ایران د تېر په څېر د افغانانو تر څنګ ولاړ دی او هر څومره چې امکان لري له افغانانو سره مرسته کوي.
 
د یادولو وړ ده چې په تیرو څو کلونو کې د دښمنانو د ډبرو له ګوزارونو سره سره د ایران له اسلامي جمهوریت سره د افغانستان اړیکې په بیلابیلو وختونو کې دوستانه او د ښه ګاونډیتوب پر بنسټ ولاړې دي.
 
https://avapress.com/vdcc4xqim2bqe08.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته