کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د پکتیکا زلزله ځپلي به ډېر ژر خپل کورونه ولري

12 عقرب 1401 ساعت 15:16

ملګرو ملتونو په یوه ټویټ کې ویلي، چې د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې یې له ۸۰۰۰ څخه زیاتو خلکو ته ۱۰۰۰ کورونه جوړ کړي او ډېر ژر به ورته وسپارل شي.


آوا: دغه دفتر نن (پنجشنبه، عقرب ۱۲) په یوه ټویټ کې لیکلي چې دغه کورونه د زلزلې په وړاندې مقاومت لري.
 
د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ویلي دي چې دا کورونه به د واورو له اورېدو مخکې زلزله ځپلو ته ورکړل شي.
 
څو مياشتې وړاندې د پکتيکا ولايت ګيان او برمل ولسوالۍ هم يوې خونړۍ زلزلې ولړزولې او د شمېرو له مخې په دې پېښه کې تر زرو ډېر کسان مړه شوي وو.
 
په دې وروستیو میاشتو کې څو ځلې زلزلې دغه سیمه لړزولې ده.
 


د مطلب کود: 260499

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/260499/د-پکتیکا-زلزله-ځپلي-ډېر-ژر-خپل-کورونه-ولري

آوا
  https://www.avapress.com